IQNA

د کشمیرپه سری نګر کې د حسینی اربعیّن د انځورونو او خوشخطۍ نندارتون  ترسره شو

16:39 - September 05, 2023
د خبر لمبر: 3487908
ایکنا-(کشمیر) د کشمیر د هنر حسینی مینه والو پخپلو هنری نظرونو کې  په دغه نندارتون  د عاشورا د پاڅون  او د حسینی اربعیّن  د پلي لاریون  داهمیّت  انځور نندارې ته وړاندې کړي دی.

ایکنانیوز د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د حسینی اربعین د رارسیدا په مناسبت د هندی کشمیر په سری نګر ښار مرکز کې په ؛ماهاتا هنری ګیلري کې د انځورونو او خوشنویسئ نندارتون ترسره شو.دغه هنری نندارتون  د کربلا په میدان کې حسینی عاشوراي غورځنګ او د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه وفادارو ملګرو د قربانۍ او سرښیندنې  د درنښت په موخې سره ترسره  او  د ډيرو مینه والو  له تاودۀهرکلي سره  مخ شو.د کشمیر دهنر حسینی مینه والو پخپلو هنری نظرونو کې  په دغه نندارتون  د عاشورا د پاڅون  او د حسینی اربعیّن  د پلي لاریون  داهمیّت  انځور نندارې ته وړاندې کړي دی.

د کشمیر د انساني حقوقو یو فعالې میرمن صباحت نظیر وئیلي،سږکال ددغه کلتوري او مذهبی نندارتون دترسره کیدا یولسم کال دی او ددغه نندارتون؛د حسینی اربعین ایکسرسایز او د عزادارۍ درک؛ په نامې سره ترسره شو. هغې دغه رازروښانه کړې ده ، د حسینی عاشورا او حسینی اربعین پيغام  د بشریّت ژغورل دي او لکه څنګه  حضرت امام حسین د نجات کشتي او د هدایت څيراغ دی ،باید دغه مشال هماغه شان روشن وساتل شي.

 

https://farsi.iranpress.com/asia-i237747

captcha